د طالبانو برېښنا شرکت د برېښنا سکتور د بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د شاوخوا ۷۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو سترو پراختیايي پروژو د عملي کېدو تړونونه له کورنیو خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، وویل چې یادې پروژې د برېښنا ملي شبکې د پیاوړتیا، ثبات او دوامدارې ودې لپاره مهمې دي. د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول او همداراز د کابل ښار د ۶م فیډر د اضافه بارۍ ستونزې حل او اړونده تخنیکي اړتیاوو پوره کول شامل دي.
د پروژو له ډلې، د پروان ولایت د باریکاب صنعتي پارک لپاره د ۳۶۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سبسټېشن جوړول، په غزني او زابل ولایتونو کې د قرهباغ، مقر او شاجوی د درېیو سبسټېشنونو جوړول د ۲۰۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت او په پلازمېنه کابل کې د ۱۳۷.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶م فیډر د اضافه بارۍ د ستونزې حل پروژه شاملې دي.
د تړونونو د لاسلیک مراسمو پر مهال، د طالبانو برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس له قراردادي شرکتونو وغوښتل، چې ټولې چارې د تړون له ژمنو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي. په ورته وخت کې، پانګوالو او قراردادي شرکتونو هم ډاډ ورکړ چې یادې پروژې به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق عملي کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دغو پنځو سترو پراختیايي پروژو د پلي کېدو له پیل سره به د هېواد د برېښنا ملي شبکه لا پیاوړې شي او د صنعتي او ښاري سیمو د برېښنا اړوند ستونزو په حل کې به د پام وړ اغېز ولري.
