افغانستان

د پاکستان او طالبانو جګړو کې ۵۰ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰۰ ټپیان شوي دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي درې میاشتني راپور له مخې، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې په سرحدي نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.

یوناما امنیت شورا ته ویلي، چې ډېری ملکي تلفات د هوايي بریدونو او سرحدي نښتو له امله په سپین بولدک او کابل کې رامنځته شوي.

د راپور په وینا، د طالبانو استخباراتو یوناما ته په لیک کې ویلي، چې د اکتوبر ۱۵مې بریدونو د ګڼو ملکيانو د مرګ‌ ژوبلې سبب شو او پاکستان د مخکېني توافق خلاف بریدونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *