نړۍ

ګوتېرېش: مصنوعي ځیرکتیا باید د نابرابرۍ د زیاتېدو پر ځای د انسانانو په ګټه وکارول شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وایي، اساسي پوښتنه دا نه ده چې مصنوعي ،ځیرکتیا به نړۍ بدله کړي که نه، بلکې دا ده چې دغه بدلون به نابرابرۍ راکمې کړي او که به یې لا پسې زیاتې کړي.

ګوتېرېش د شنبې په ورځ د چین د شانګهای ښار د «نړۍوال مصنوعي ځیرکتیا کنفرانس» د پرانیستې په مراسمو کې وویل، مصنوعي ځیرکتیا د بشریت لپاره ستر فرصت دی، خو که په سمه توګه مدیریت نه شي، د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ د نابرابرۍ او واټن د زیاتېدو لامل کېدای شي.

هغه ټینګار کړی، چې مصنوعي ځیرکتیا باید د خلکو په خدمت کې وي، د فرصتونو پراختیا ته لاره هواره کړي او د ټولو لپاره د دوامدارې پراختیا د موخو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د همدې کنفرانس په څنډه کې د «د ټولو لپاره د وختي خبرداري» په ځانګړې غونډه کې هم وویل، مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د وړاندوینو او د وختي خبرداري د سیسټمونو په ښه کولو سره د ګڼو انسانانو ژوند وژغوري.

نوموړي زیاته کړې، هغه هېوادونه او ټولنې چې د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له ډېر خطر سره مخ دي، باید اغېزمنو د وختي خبرداري سیسټمونو ته لاسرسی ولري.

ګوتېرېش وویل، د خبرداري پیغامونه باید په داسې ژبه چې خلک یې په اسانۍ درک کړي او د باور وړ لارو له لارې، ټولو هغو کسانو ته ورسول شي چې له خطر سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *