د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو پر ایالتي مرکز د موټربم او وسلهوال برید له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې برید د شنبې په ماښام هغه مهال پیل شو، کله چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د رېنجرز د نیمهپوځي ځواکونو د ایالتي مرکز ودانۍ سره وجنګاوه. له چاودنې وروسته وسلهوالو له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه چې د شاهدانو په وینا، ډزې د اوږدې مودې لپاره په وقفهیي ډول روانې وې.
د برید مسوولیت جماعت الاحرار ډلې منلی، خو د پاکستان پوځ په خپل رسمي بیان کې ادعا کړې، چې برید د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) لهخوا ترسره شوی او ویلي یې دي، چې پنځه بریدګر یې وژلي دي.
بلخوا، د سند د پولیسو مشر جاوید عالم اوډهو ډان ورځپاڼې ته ویلي، په برید کې د رېنجرز درې سرتېري او درې بریدګر وژل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي، د پېښې له پای ته رسېدو وروسته په سیمه کې چاڼیز عملیات او د اوښتو زیانونو ارزونه روانه ده.
کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار او اقتصادي مرکز دی، او د رېنجرز ایالتي مرکز د دغه ښار د ګلستان جوهر په سیمه کې موقعیت لري.
