د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا آنند او د نړۍوالې پراختیا په چارو کې د دغه هېواد وزیر رندیپ سارای وايي، تر هغه چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او اساسي آزادیو په برخو کې د پام وړ پرمختګ نه وي شوی، کاناډا به د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو ملاتړ ونه کړي.
دواړو کاناډايي چارواکو د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، طالبان باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.
په اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې، د بشري حقونو سرغړونې، د خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه او د مدني ټولنې او قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې چلند غندل شوی دی.
د کاناډا چارواکو ویلي، میلیونونه افغان نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او پر ښځو د کار، تګ راتګ او د بیان د آزادۍ په برخو کې محدودیتونه لګېدلي دي.
دوی همداراز په افغانستان کې د بشري، سیاسي او بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې لا هم د دوی په وینا، یو شمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، واشنګټن طالبان د افغانستان د حکومت په توګه نه دي په رسمیت پېژندلي او له دې ډلې سره یوازې هغه مهال تعامل کوي، چې د امریکا د خلکو په ګټه وي.
