Home افغانستان کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي
افغانستان

کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي

راپور: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک د اوبو د داسې جدي بحران سره مخ شي، چې د ښار د اوبو رسولو سیستم به له سخت فشار سره مخ کړي.

د سي اېن اېن د یوه راپور له مخې، د افغانستان پلازمېنه د نړۍ له هغو چټک پراخېدونکو ښارونو څخه ده، چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له جدي ستونزې سره مخ ده. د راپور له مخې، د کابل نفوس له ۲۰۰۱ کال راهیسې له شاوخوا یو میلیون څخه نږدې شپږ میلیونو ته لوړ شوی، چې ورسره د اوبو غوښتنه هم زیاته شوې ده.

راپور وايي، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په چټکۍ سره کمېږي او په ځینو سیمو کې خلک اړ دي، چې د اوبو لپاره سلګونه متره ژورې څاه‌ګانې وباسي، له خصوصي ټانکرونو او یا د جوماتونو له لاسي پمپونو څخه استفاده وکړي.

د سي اېن اېن د راپور له مخې، د کابل په ځینو برخو کې کورنۍ د خپلې عایدې تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو پر برابرولو لګوي، په داسې حال کې چې د ښار د ځمکې لاندې اوبو یوه لویه برخه د فاضله اوبو او طبیعي ککړونکو موادو له امله د ککړتیا له خطر سره مخ ده.

کارپوهان وايي، د وچکالۍ دوام، د واورې د ورښت کموالی، د نفوس زیاتوالی او د اوبو د زېرمو کمزوری مدیریت د کابل د اوبو بحران نور هم جدي کړی دی.

د اوبو د بحران د مخنیوي لپاره د شاتوت بند او له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږدولو د پایپ‌لاین په څېر طرحې مطرح شوې دي، خو د راپور له مخې، د دغو پروژو عملي کېدل او بشپړېدل وخت او پراخو مالي سرچینو ته اړتیا لري.

د اوبو او چاپېریال متخصصان خبرداری ورکوي، چې که د کابل د اوبو بحران ته پر وخت او جدي پاملرنه ونه شي، د اوبو کمښت کولای شي د بې‌ځایه کېدو، بېوزلۍ، روغتیايي ستونزو او بشري ناورین لامل شي.

د سي اېن اېن د راپور په اساس، د کابا ښار ټولې نل‌کښې به ناڅاپه وچې نشي؛ خو دا ورو روان بحران دی، چې خلک هره ورځ د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version