د چین د ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې همغږۍ او ترهګرۍ ضد همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ترهګري لا هم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دی او باید د ګډو هڅو له لارې ورسره مبارزه وشي. دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ ګاونډي یا سیمهییز هېواد پر ضد ونه کارول شي.
چین او روسیې ویلي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کوي او د افغانستان اړوند سیمهییزو ډیپلوماټیکو چوکاټونو لکه د “مسکو فارمټ”، څلور اړخیزو میکانېزمونو او د شانګهای همکاریو سازمان له لارې به خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د مسلې د سیاسي حل لپاره د سیمهییزو هڅو ملاتړ شوی او ټینګار شوی، چې دوامداره ثبات یوازې د سیاسي خبرو او سیمهییزې همغږۍ له لارې ترلاسه کېدای شي.
چین او روسیې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ زیاتې کړي او د سیمهییزو بحرانونو د کمولو لپاره بېطرفه او رغنده دریځ غوره کړي.
دغه ګډه اعلامیه د دواړو هېوادونو د مشرانو له لیدنې وروسته خپره شوې ده، چې په کې د نړۍوالو او سیمهییزو مهمو مسایلو په اړه هم خبرې شوې دي.
