د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوې نوې تګلارې له مخې، په دولتي ښوونځیو کې د نویو افغان ماشومانو پر شاملېدو بندیز لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د خصوصي ښوونځیو له ادارو هم غوښتل شوي، چې په دغو ښوونځیو کې د زدهکوونکو افغان ماشومانو او له ښوونځیو د ایستل شویو افغان زدهکوونکو جلا معلومات وړاندې کړي.
د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې (PSRA) خبرداری ورکړی، چې د لارښوونو د نه عملي کولو په صورت کې د سرغړونکو ښوونځیو ثبت لغوه کېدای شي.
معلومات ښيي، په دولتي ښوونځیو کې د نویو افغان ماشومانو د شاملېدو د درولو پرېکړه لا دمخه عملي شوې ده.
