د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او عامه خدماتو د کمېدو پر ضد پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، چې پر مهال یې دولتي ودانۍ، سوداګریز مرکزونه او موټرونه زیانمن شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز ویلي، شاوخوا ۵۵۰ زره کسانو په لاریونونو کې ګډون کړی، خو د CGT کارګرانو اتحادیې د ګډونوالو شمېر ۸۰۰ زره ښودلی دی.
د فرانسې لومړي وزیر سباستین لکورنو ویلي، د لاریونونو په تړاو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او حکومت به د تاوتریخوالي پر وړاندې ونه وېرېږي. ولسمشر ایمانویل مکرون هم د بریدونو د عاملینو د محاکمې او مجازاتو ژمنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ اور اخیستی، په مارسی کې لاریونوالو ښاروالۍ ته ننوتلي او په لیون ښار کې یې د ګرځندوی دفتر سوځولی دی. په پاریس کې هم د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوې دي.
د فرانسې ترڅنګ په بلجیم، پرتګال او ایټالیا کې هم د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد لاریونونه شوي دي.
