سیاست

په ایران کې د اعتراضونو تلفات نږدې ۲۲ زره کسانو ته رسېدلي

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، د روانو اعتراضونو له پیله تر اوسه شاوخوا ۲۲ زره او ۴۹۰ کسان وژل شوي او د ۴۰ زرو ډېر کسان نیول شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ایران کې د روانو اعتراضونو د پیل راهیسې د وژل شویو کسانو مجموعي شمېر ۲۲ زره او ۴۹۰ ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، تر دې دمه د ۵ زره او ۴۵۹ کسانو وژل کېدل په رسمي ډول تائید شوي، خو د ۱۷ زره او ۳۱ نورو کسانو د مرګ پېښې لا هم تر ارزونې لاندې دي.
په راپور کې همدا راز راغلي، چې د اعتراضونو پر مهال ۷ زره او ۴۰۳ کسان په جدي ډول ټپیان شوي دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو شمېر له ۴۰ زره کسانو اوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *