نړۍ

پر اوکراین کې د روسیې په بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي

د اوکراین چارواکي وايي، د روسیې په پراخو توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، تر ټولو ډېر تلفات د چرنیهیف ولایت په پریلوکي ښار کې اوښتي، چې د یوه استوګنیز پنځه پوړیز ودانۍ د ویجاړېدو له امله ۲۲ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې لږ تر لږه پنځه ماشومان شامل دي.

په پلازمېنه کییف کې هم د روسیې په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دغه بریدونه سخت غندلي دي. د رویټرز په وینا، روسیې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۷۰ توغندي او لسګونه جنګي ډرونونه کارولي دي.

بل لور ته، د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکراین په اولشکي ښار کې اوسېدونکي د خوړو او اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. خلک د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره له ماینونو ډکو او خطرناکو لارو تېرېږي.

د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر وايي، د اولشکي ملکي وګړي اړ دي چې یا په ښار کې د لوږې له خطر سره پاتې شي او یا د ماینونو له خطر سره مخامخ له ښاره ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *