افغانستان

په افغانستان کې بېکاري، لوږه او بشري بحران؛ ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې، بېکاري او د بشري مرستو کمښت د خلکو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر کاریګر هره ورځ د لنډمهاله کار (دیاړۍ) په تمه راټولېږي، خو ډېری یې بې کاره بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

کاریګر وايي، د ورځني کار د نشتوالي له امله د دوی د کورنیو د ژوند اساسي اړتیاوې نه پوره کېږي او د لوږې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا درې پر څلورمه برخه خلک د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. همدارنګه نږدې ۴.۷ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي، چې دا د هېواد د نفوس د پام وړ برخه جوړوي.

په همدې حال کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هر ولایت مرکزي چوکونو ته د ورځني کار په تمه د کاریګرو د کار په موخه د ورتګ شمېر زیات شوی دی. ډېر کسان وايي، چې د څو اوونیو په اوږدو کې یوازې څو ورځې کار پیدا کوي.

۴۵ کلن جمعه خان د بي بي سي سره خبرو کې وایي، په وروستیو اوونیو کې یې یوازې څو ورځې کار موندلی او عاید یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.

هغه وايي: “ماشومان مې څو ورځې وږي ویده شول، له ګاونډي مې پور واخیست چې اوړه پرې واخلم.”

د رڼا تلوېزیون موندنې ښیي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې بې‌وزلي لا پسې زیاته شوې ده. په ځانګړي ډول هغه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې دولتي یا قراردادي دندې لرلې، خو اوس یې د کار فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

کارپوهان وايي، د دولتي جوړښتونو بدلون او د اقتصادي فعالیتونو کمښت د دغو کسانو د عاید سرچینې له منځه وړې دي.

په بېلابېلو سیمو کې خلک د بې‌وزلۍ له امله د سختو پرېکړو کولو ته اړ شوي دي. یو شمېر کورنۍ وايي، چې د خوراک، درملو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د مرستو کمښت او د کار نشتوالی د خلکو ژوند له بحراني حالت سره مخ کړی دی.

د افغانستان د یوه لرې پراته ولایت پکتیکا یو شمېر کورنۍ رڼا ته وایي، چې د طالبانو حکومت له لوري د محرم پرته روغتیایي مرکزونو ته د ښځو پر تګ بندیز هم ستونزې زیاتې کړې دي.

دوی زیاتوي، چې کله یوه مېرمن روغتیایي مرکز ته د محرم پرته لاړه شي نو هلته ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي، حتی بېرته تش لاس او نا امیده لېږل کېږي.

د دوی په وینا، ډېری داسې کورنۍ هم شته چې سرپرستي یې ښځې کوي، چې دغه چارې د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.

همدا راز روغتیايي کارکوونکي وايي، د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناروغیو پېښې زیاتې شوې دي. د روغتونونو امکانات محدود دي او ډېری کورنۍ د درملو د اخیستو توان نه لري.

ډاکټران زیاتوي، چې د امکاناتو نشتوالي د خلکو په خاص ډول د ماشومانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د بشري مرستو کمښت د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، وروستيو کلونو کې مرستې په پراخه کچه کمې شوې دي، چې دې چارې پر میلیونونو اړمنو کورنیو مستقیم اغېز کړی دی.

په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ښيي چې بېکاري، لوږه او د بشري مرستو کمښت د خلکو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. شنونکي وايي، د دوامدارو اقتصادي او بشري مرستو پرته د وضعیت ښه کېدل ستونزمن ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *