نړۍ

په استانبول کې د اسرائیلو قونسلګرۍ مخې ته ډزې؛ دوه بریدګر وژل شوي

د ترکیې په استانبول ښار کې د اسرائیلو قونسلګرۍ ته څېرمه د سې‌شنبې په ورځ ډزې شوې، چې له امله یې دوه بریدګر وژل شوي او یو پولیس افسر ټپي شوی دی.

د ترکیې د «هابرترک» رسنۍ د راپور له مخې، بریدګرو له اوږدو وسلو کار اخیستی و. ویل کېږي، چې له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې دوه بریدګر ووژل شول، خو درېیم بریدګر ژوندی ونیول شو.

راپور زیاتوي، چې په دغه پېښه کې یو پولیس افسر هم ټپي شوی دی.

د پېښې وروسته، د قونسلګرۍ شاوخوا سیمه سمدستي تړل شوې او امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

تر اوسه د بریدګرو د هویت او د هغوی د انګېزو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ترکیې د عدلیې وزیر، اکین ګورلیک ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو قونسلګري په یوه لوړه ودانۍ کې موقعیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *