نړۍ

پاکستان له سخت امنیتي بحران سره مخ دی

پاکستان دا مهال د سیمې له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې له پراخو ناامنيو او سخت امنیتي بحران سره مخامخ دی. ارزونې ښيي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه هره ورځ د وسله‌والو بریدونو هدف ګرځي.

په داسې حال کې چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ دوام لري، په وروستیو میاشتو کې د سند او پنجاب ایالتونو امنیتي وضعیت هم خراب شوی دی. تر دې چې د پاکستان پوځي تاسیسات او امنیتي ځواکونه هم د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ ساعتونو کې لږ تر لږه ۹ پاکستاني پوځیان او امنیتي سرتېري په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې، شپږ تنه په خیبر پښتونخوا، دوه تنه په بلوچستان او یو بل په پنجاب کې د وسله‌والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

سرچینې وایي، د پاکستان د سرحدي ځواکونو پخوانی افسر لیاقت علي د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د وسله‌والو له خوا په خپل کور کې وژل شوی دی. همداراز، عبدالله بېټني په ټانک او ناظم‌الله په باجوړ کې وژل شوي دي. اخترالله، چې د سرحدي ځواکونو غړی و، په هنګو کې د وسله‌والو سره په نښته کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، تر ټولو خونړۍ نښته په شمالي وزیرستان کې شوې، چیرې چې د پاکستان د پوځ پر کاروان کمین شوی دی. ویل کېږي چې په دې برید کې ګڼ شمېر پوځیان وژل شوي، خو تر اوسه د دوو وژل شویو کسانو هویتونه د مدثر حسین او ملک رضا علي په نومونو تایید شوي دي.

په پنجاب ایالت کې هم وسله‌والو د ګجرات ولسوالۍ د جلالپور پولیسو په مرکز کې پر یوه پولیس برید کړی او هغه یې وژلی دی. د وژل شوي پولیس نوم سید فیاض شاه ښودل شوی دی.

په بلوچستان کې هم وسله‌وال بریدونه دوام لري. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ وسله‌والو د ګوادر ولسوالۍ د جیوني په ساحلي سیمه کې د پاکستان پر ساحلي ګارد برید کړی، چې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي او د هغوی وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړل شوي دي.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د پاکستاني ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه ورځ تر بلې لوړېږي او امنیتي ځواکونه په پرله‌پسې توګه درانه زیانونه ګالي. سره له دې، پاکستاني چارواکي د دغو ډېرو بریدونو په اړه چوپ پاتې دي او جزییات له رسنیو پټ ساتي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال ترهګرۍ شاخص له مخې، پاکستان د ترهګرۍ له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی هېواد بلل شوی او د نړۍ په کچه یې لومړی مقام خپل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *