لوبې

پاکستان د انګلنډ پر وړاندې د درېیم ټېسټ لوبې لپاره اووه بدلونونه راوستي دي

د پاکستان کرکټ بورډ د انګلنډ پر وړاندې د لومړیو دوو ټېسټ لوبو له ماتې وروسته، د درېیمې او وروستۍ ټېسټ لپاره په خپله لوبډله کې پراخ بدلونونه راوستي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ اووه لوبغاړي له لوبډلې خوشې کړي او پر ځای یې اووه نور لوبغاړي د درېیمې ټېسټ لپاره انتخاب کړي دي.

له لوبډلې څخه محمد رضوان، امام الحق، سلمان علي اغا، علي عثمان، عامر جمال، اویس ظفر او خرم شهزاد بېرته پاکستان ته استول شوي دي.

د دوی پر ځای صائم ایوب، عبدالله فضل، عرفات منہاس، محمد عمران، محمد عمران جونیئر، رضاالله او سعد بیګ د درېیم ټېسټ لوبې لپاره لوبډلې ته شامل شوي دي. له دغو نویو لوبغاړو څخه پنځه یې تر دې وړاندې په ټېسټ کرکټ کې نه دي لوبېدلي.

په روزنیز پلاوي کې هم بدلون راغلی دی. سرفراز احمد او عمر ګل له خپلو دندو لرې شوي او پر ځای یې مایک هېسن او اشلي نوفکې ټاکل شوي دي.

پاکستان د انګلنډ پر وړاندې د لړۍ لومړۍ دوې لوبې بایللې دي؛ دویمه ټېسټ لوبه یې په لارډز لوبغالي کې د ۱۹۴ منډو په توپیر له لاسه ورکړه او انګلنډ یې د درې لوبو د لړۍ اتلولي هم خپله کړه.

د پاکستان او انګلنډ ترمنځ درېیمه او وروستۍ ټېسټ لوبه به د سپټمبر په نهمه د برمنګهم په اېجبسټن لوبغالي کې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *