د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له ایران سره روانه شخړه به “ډېر ژر پای ته ورسېږي” او ټینګار یې کړی چې تهران د یوې هوکړې لپاره جدي لېوالتیا لري. هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې ایران د اوسني وضعیت له دوام څخه ستړی شوی او غواړي یوې موافقې ته ورسېږي.بل لور ته ایران ویلي، چې له امریکا سره په خبرو کې به د خپلو ملي ګټو او قانوني حقونو دفاع کوي او له هېڅ ډول اساسي دریځ څخه به شاتګ ونه کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې خبرې اترې د تسلیمېدو معنا نه لري، بلکې تهران به د عزت او ملي اقتدار په ساتلو سره مذاکراتو ته داخل شي.د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي برید پلان د ځنډولو امر کړی، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی، چې که خبرې ناکامې شي، د پوځي اقدام احتمال شته.
ایراني چارواکو بیا ویلي، چې د هر ډول احتمالي برید په وړاندې به سخت ځواب ورکړي او پوځ یې په بشپړ ډول چمتو حالت کې دی.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ څرګندونې ښيي، چې دواړه لوري هڅه کوي د فشار او خبرو ترمنځ توازن وساتي.
د هغوی په وینا، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د دې نښه کېدای شي چې واشنګټن غواړي د پوځي اقدام پر ځای ډیپلوماټیک حل ته لومړیتوب ورکړي، خو په عین حال کې د “ فشار له لارې خبرې” تګلاره هم روانه ساتي.
شنونکي زیاتوي، چې ایران له یوې خوا د خبرو دروازې پرانیستې ساتي، خو له بلې خوا د خپل ملي دریځ په اړه سخت موقف لري، چې دا حالت د یوې اوږدمهالې او پیچلې ډیپلوماټیکې پروسې نښه ده.
د امریکا او ایران ترمنځ وروستي تحولات ښيي، چې سیمه د یوې حساسې مرحلې په درشل کې ده. که څه هم دواړه لوري د خبرو او هوکړې یادونه کوي.
