د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس د یکشنبې په ورځ سویس ته ورسېد، څو له ایراني چارواکو سره د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي. دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې دوامدارې موافقې په لټه کې دي، خو د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه لا هم اختلافات شته.
د راپورونو له مخې، د ایران مذاکراتي پلاوی چې مشري یې د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي، له وړاندې زوریخ ته رسېدلی دی.
امریکا او ایران تر دې وړاندې د ۶۰ ورځني اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي وو، څو د خبرو اترو لپاره مناسب فرصت برابر شي. خو د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز تنګی یې تړلی دی.
ایراني چارواکي وایي، دغه اقدام د لبنان په خاوره کې د اسرائیلو د بریدونو له امله شوی، ځکه د دوی په وینا دغو بریدونو د اوربند له ژمنو سرغړونه کړې ده. سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې هغه بېړۍ چې د هرمز تنګي پر لور حرکت کوي، له احتمالي خطر سره مخ کېدای شي.
خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۵۵ سوداګریزې بېړۍ د هرمز له تنګي څخه تېرې شوې دي.
د سنټکام په وینا، دغو بېړیو له ۱۷ میلیونو څخه زیات بېرله نفت نړۍوالو بازارونو ته لېږدولي دي، چې دا ښيي د نړۍ د انرژۍ د لېږد دغه مهمه لاره لا هم فعاله ده.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړۍوالو نفتو او طبیعي ګازو یوه لویه برخه له همدې لارې نړۍوالو بازارونو ته رسېږي. له همدې امله د دغه تنګي د تړل کېدو یا ناامنۍ هر خبر د نړۍوال اقتصاد او انرژۍ پر بازارونو ژور اغېز لرلای شي.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې د سویس په کوربتوب ترسره شي او دواړه لوري به د جګړې د پای، سیمهییز امنیت او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه بحثونه وکړي.
