نړۍوال بانک وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو باوجود، سوداګري روانه ده، خو د افغانستان په صادراتو کې د پاکستان ونډه یوازې ۴.۸ سلنه ده.
د نړۍوال بانک د سپټمبر میاشتني راپور له مخې، د افغانستان ټول صادرات په دې میاشت کې ۱۸۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپور زیاتوي، د افغانستان واردات هم په سپټمبر کې ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.
هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار دی، چې ۴۱.۲ سلنه ونډه لري. ایران بیا د افغانستان د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه ده او د هېواد ۵۶ سلنه سوداګري د ایران له دهلېزه ترسره کېږي.
