Home افغانستان نوین الحق، دریا ته وایي، د ملي لوبډلې لوبغاړي د هېواد اتلان دي، سپکاوی یې د منلو نه دی
افغانستان

نوین الحق، دریا ته وایي، د ملي لوبډلې لوبغاړي د هېواد اتلان دي، سپکاوی یې د منلو نه دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ اچوونکي نوین الحق، سندر غاړي فرهاد دریا ته وایي، مهرباني وکړه خپل مشخص کار سره کار لره، دا دې اشرافو لوبه ده، منځ کې یې ښه نه ښکارې.

د نوین الحق په وینا، دریا فکر کوي، چې د ولس ډېر نازولی او ورته ډیر محترم دی، ځکه یې په هره برخه کې خوله بې واکه شوې وي.

نوین په په تعصب سره ویلي، چې فرهاد دریا کله کله د فېسبوک صفحې له آدرسه د کرکټ لوبغاړو په اړه ډیر سپک او تحقیرآمیزه پوسټونه کوي، چې د وطن د ځینو اتلانو ښکاره سپکاوی پکې وي.

هغه ویلي، چې زمونږ هر لوبغاړی ددې وطن او ولس ریښتینی اتل او ستوری دی، چې په وینا، یې” هغوی پسې له ریشخند او پسخند ډک مطلبونه لیکل، له لوچکي پرته بل څه نه دي. ”

نوین وایي، په ښکاره ډول د وطن د استازو سپکاوی، نه نقد دی او نه هم درک، بلکې یوازې د خپل شخصیت څرګندونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې فرهاد دریا په دې وروستیو کې پر خپله فېسبوک پاڼه د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو په هکله د نیوکې په پلمه له سپکاوي ډک پوسټ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version