Home روغتیا نن د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړۍواله ورځ ده
روغتیا

نن د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړۍواله ورځ ده

نن د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او د رواني روغتیايي ستونزو د مخنیوي او درملنې لپاره د هڅو پیاوړتیا په موخه نمانځل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د رواني روغتیا نړۍواله ورځ د رواني روغتیا په برخه کې د فعالو بنسټونو او اړوندو ادارو لپاره یو فرصت دی، څو خپل فعالیتونه او تجربې شریکې کړي او د نړۍ ټولو خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د ښه کولو پر لارو چارو بحث وکړي.

د دې ورځې موخه دا ده، چې د رواني روغتیا اهمیت ته د خلکو او اړوندو ادارو پام زیات شي، د رواني روغتیايي ستونزو په اړه ناسم پوهاوی او ټولنیز تبعیض کم شي او اړمنو کسانو ته د مناسبو خدمتونو د برابرولو لپاره هڅې پیاوړې شي.

رواني روغتیا د انسان د عمومي روغتیا او هوساینې مهمه برخه ده او د هغې ساتنه د افرادو، کورنیو، ټولنو او روغتیايي ادارو ګډو هڅو ته اړتیا لري.

د رواني روغتیا دا ورځ په ۱۹۹۲ کال کې د لومړي ځل لپاره ونمانځل شوه. د دې نړیوالې ورځې نوښت د رواني روغتیا نړیوال فدراسیون (WFMH) له خوا وشو، چې په پیل کې یې د دغه فدراسیون مرستیال عمومي منشي ریچارډ هنټر مهم رول درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version