افغانستان

ندیم: د اسلامي هېوادونو ترمنځ دې اړیکې پیاوړې شي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې د اسلامي هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی، چې د اسلامي هېوادونو د یو شمېر هېوادونو لخوا د طالبانو حکومت پر یو شمېر تګلارو په خاص ډول د نجونو زده کړو او کار کولو بندیزونو باندې وخت ناوخت نیوکې کیږي.

د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ باید اړیکې لا پیاوړې شي.

نوموړي د قرغیزستان له مرستیال لومړي وزیر سره په کتنه کې ویلي، افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او له قرغیزستانه یې وغوښتل چې په صنعتي او اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي. دواړو لورو د اقتصادي، علمي او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا او د رېل پټلۍ پر پروژو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ پینځه کاله کېږي، خو تراوسه هېڅ اسلامي هېواد هم په رسمیت نه دی پیژندلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *