افغانستان

منظور پښتین: که د خیبر جرګې پرېکړې عملي شوې وای، نن به پښتنو خپل متحد مرکز او منظم امنیتي نظام درلود

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې که د خیبر جرګې پرېکړې عملي شوې وای، نن به پښتنو خپل متحد مرکز او منظم امنیتي نظام درلود.

ښاغلی پښتین وایي، چې د پاکستان په ریاست کې پښتانه له ناامنۍ، بې‌وسۍ او جبري لادرکیو سره مخ دي، خو د دولت له لوري ورته لازم امنیت نه نیول کېږي.

نوموړي ویلي، چې یوه ۱۱ کلنه پښتنه نجلۍ د غلو له‌خوا تښتول شوې، بندي ساتل شوې او پر کورنۍ یې هم تشدد شوی، خو د پاکستان هېڅ دولتي ادارې د دې پېښې د مخنیوي او د کورنۍ د خوندیتوب لپاره عملي اقدام نه دی کړی.

هغه زیاته کړې، چې د نجلۍ مور څو ځله د مرستې غوښتنه کړې، خو غږ یې له پامه غورځول شوی دی.

منظور پښتین وایي، په داسې حال کې چې پښتانه له ناامنۍ سره مخ دي، پاکستاني پوځ په باجوړ او شمالي وزیرستان کې پر ولسي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ډرون بریدونه او توپچي بریدونه کوي.

د هغه په وینا، تېره ورځ په باجوړ کې دوه زده‌کوونکي ماشومان د ډرون برید له امله وژل شوي دي.

هغه ادعا کړې، چې د شمالي وزیرستان د شیواه، سپین وام او دته‌خېلو سیمو خلک د پوځي عملیاتو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه کېږي، څو د سیمې معدني سرچینې په اسانۍ وکارول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، چې د پښتنو د تښتولو په پېښو کې یوازې د کچې غله نه، بلکې “پاخه غله” چې نوموړي ترې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې یادې کړې، هم ښکېل دي.

هغه ویلي، چې فرید اپریدی، نورالله ترین او حنیف پښتین د پاکستاني ادارو له‌خوا تښتول شوي او تر اوسه لادرکه دي.

منظور پښتین ویلي، چې د تښتول شوې نجلۍ د کورنۍ د رضایت پر بنسټ به د پي ټي اېم غړي او د ایکشن کمیټه د هغې د خلاصون لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي او له کورنۍ سره به هر ډول مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *