د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا افغانستان کې خپلو اساسي حقونو ته د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو نه لاسرسي څخه اندېښنه ښوولې.
افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته نور هم نږدې شي.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د طالبانو ژمنتیا د افغانستان پرمختګ، سولې او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ۱۹۴۸ میلادي کال کې د ډیسمبر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دوی اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.
هغه وایي، حکومت یې د افغانانو حقوق رعایت کوي او د هغو بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی چې اسلامي شریعت منلي.
