Home افغانستان ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د بشري مرستو په توګه له ۱۱ میلیارد ډالرو ډېرې مرستې ځانګړې شوې دي، خو لا هم میلیونونه افغانان له بشري مرستو سره تړلي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وايي، د نړۍوالو مرستو د کمېدو، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو د پام وړ کموالي، د بشري مرستو پر پروګرامونو منفي اغېز کړی او په ځینو سیمو کې د روغتیايي او نورو مرستندویه خدمتونو د کمېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، له پاکستان او ایران څخه په تېرو درېیو کلونو کې د څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدو هم پر محدودو امکاناتو فشار زیات کړی دی.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا ۲.۷ میلیونه نور افغان کډوال هم هېواد ته ستانه شي، چې ورسره به د بشري مرستو اړتیا لا زیاته شي.

بلخوا، ملګري ملتونه د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د ځینو طالب چارواکو د لاسوهنې په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version