د طالبانو حکومت مشر ملا هیبتالله اخندزاده له لوري د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ټولو اتباعو شرعي حقوق خوندي دي او هیچا ته به د ظلم او تېري اجازه ورنه کړل شي.
هغه ویلي، چې د شرعي محاکمو له لارې اسلامي شریعت عملي شوی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چارې روانې دي. نوموړي له علماوو او د دعوت مسئولینو غوښتي، چې خلکو ته د دیني مسائلو، په ځانګړي ډول د لمانځه او نورو مهمو عبادتونو په اړه لا ډېر پوهاوی ورکړي.
ملا هیبتالله ویلي، حکومت یې د یتیمانو، کونډو، معلولینو او بېوزلو د ملاتړ او حقونو تامین ته ژمن دی او له شتمنو افغانانو یې غوښتي چې له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
په پیغام کې له طالب امنیتي مسئولینو غوښتل شوي، چې د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت، هوساینې او خدمت لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه همداراز د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل، د ځمکو وېش او د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
ملا هیبتالله ویلي، چې د طالبانو اوسنی نظام د قربانیو پایله ده او ټول افغانان باید د دغه نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.
