Home افغانستان مجاهد: د نجونو د زده‌کړو د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي
افغانستان

مجاهد: د نجونو د زده‌کړو د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د نجونو د زده‌کړو د موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي. خو دا یې نه دي ویلي، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه به کله حل شي.

مجاهد دا څرګندونې نن، یکشنبه، د حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې پروګرام کې کړې دي.

هغه د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د بندېدو د راپورونو په اړه ویلي، چې په دغو پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو برخې ته لا ډېره پاملرنه شوې ده.

نوموړي د هېواد د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه ویلي، چې اوس مهال له هرو څلورو افغانانو څخه یو یې په زده‌کړو بوخت دی.

مجاهد زیاته کړې، چې په ۱۴۴۷ لمریز هجري کال کې د هېواد په کچه د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو د ترمیم او بیارغونې چارې ترسره شوې دي.

هغه ویلي، په تعلیمي برخه کې لا هم ځینې تشې شته او د دغو برخو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version