افغانستان سیاست

متقي: له امریکا سره د اړیکو عادي کولو ته لېواله یو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، حکومت یې غواړي له امریکا سره اړیکې عادي کړي او له واشنګټن یې غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې له تقابلي سیاست څخه لاس واخلي.

متقي د جاپان کیودو خبري اژانس ته ویلي، دواړه لوري کولای شي خپلې اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.

نوموړي ویلي، طالبان اوس له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي او د حکومت رسمي رسمیت پېژندنه یې د راتلونکو موضوعاتو په توګه مطرح ده، خو سمدستي لومړیتوب نه دی.

هغه همداراز ویلي، له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه د روسي وسلو د ترمیم او ساتنې لپاره ده او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ هم کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *