افغانستان روغتیا

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۹۶ ټنه طبي مرستې لېږلې

د متحده عربي امارات د بشري مرستو ادارې اعلان کړی، چې ۹۶ ټنه درمل او حیاتي طبي تجهیزات یې د یوې ځانګړې الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بار د دوبۍ د ال مکتوم نړۍوال هوايي ډګر څخه لېږل شوی او پکې د د روغتیا نړۍوال سازمان، بې پولې ډاکټران او یونیسف طبي مرستې هم شاملې دي.

ویل کېږي، چې دا مرستې به په راتلونکو درې میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۵۰ زره څخه زیاتو کسانو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او د درملنې اړینې اسانتیاوې به برابرې کړي.

خو روغتیايي کارپوهان وایي، سره له دې چې نړۍوالې مرستې د خلکو د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري، خو د افغانستان د روغتیايي نظام ستونزې لا هم ژورې پاتې دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د اقتصادي ستونزو، د نړۍوالو مرستو د کمېدو او د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د کډوالۍ له امله ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه له کمزورتیا او د امکاناتو له کمښت سره مخ شوي دي.

همدارنګه، د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هم د اندېښنې وړ بلل کېږي. یو شمېر ښځې وایي، چې د تګ راتګ محدودیتونه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او ټولنیز محدودیتونه د دې لامل شوي، چې هغوی په اسانه ډول روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ونه لري.

شنونکي باور لري، چې که څه هم دا ډول بشري مرستې کولی شي د لنډ مهال لپاره د خلکو د روغتیايي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي، خو د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره اوږدمهاله او بنسټیز ملاتړ ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *