د لوګر ولایت په مرکز او یو شمېر سیمو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته په زیاته کچه مالي زیانونه اوښتي دي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو حکومت ځایي مسؤلین وایي، چې راغلو سیلابونو د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه، ویالې تخریب کړي دي.
تراوسه د یادو سېلابونو له امله د ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
چارواکو وایي، چې زیانمنو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي او هڅه کوي، ترڅو ټولو زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.
بلخوا د سیمې اوسیدونکي وایي، چې د وروستیو سېلابونو له امله یې سخت زیانونه لیدلي دي. دوی د طالبانو حکومت او اړوندو بنسټونو څخه د لومړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، تراوسه په ټول هېواد کې ٤٢ کسان د وروستیو ورښتونو له امله مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي او په یادو سېلابونو کې سلګونه کورونه هم په جزوي او بشپړ ډول نړېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې ادارې پرلپسې د څلورمې اونۍ لپاره په هېواد کې د بارانونو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، د دغه ورښتونو سره به وروستۍ وچکالۍ ځپلو سیمو کې به یو وار بیا اوبه زیاتې او للمې ځمکې به د کرنې لپاره اماده شي.
