د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې له دې وروسته د پاکستان لوري یا د افغانستان ضد «لاس» نښې لرونکو موټرو ته نمبرپلېټونه نه ورکول کېږي.
هغه وایي، مخکې چې کومو داسې موټرو ته په کابل کې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه، هغوی به هم له ښار څخه وویستل شي.
قانع زیاته کړې، چې د اشترینګ د بدلولو په اړه د څو ادارو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
