افغانستان

فطرت: برادر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د طالبانو د ویاند مرستیال په خپل اېکس ادرس خبر ورکړی، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره کتلي او په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

د حمد الله فطرت په وینا، دې  لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرې شوې. د نوموړي په وینا، ملا عبدالغني برادر د ټاپي پروژې د پرمختګ، د پانګونې د فرصتونو، د ریل پټلۍ د پروژې د تطبیق او په روانو اقتصادي پروژو کې د افغانانو لپاره د کاري زمینو د برابرولو ډاډ ورکړی.

فطرت زیاتوي، چې ښاغلي رشید مردوف د روان کال تر پایه د ټاپي پروژې د کارونو د هرات تر مرکز پورې د رسېدو ډاډ ورکړی. هغه همدارنګه د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژې کې د پانګونې چمتووالی هم څرګند کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *