د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام په وینا، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د وتلو بهیر بشپړ شوی او په دغه هېواد کې د ټینګ هوډ عملیاتو ماموریت پای ته رسېدلی دی.
سنتکام وايي، شاوخوا ۱،۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېرو له ۲۰۱۴ کال راهیسې په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې د مشورې او مرستې ماموریت ترسره کاوه.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاتوي، چې له عراق څخه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د ایستلو بهیر د تېر کال په اکټوبر کې پیل شوی و.
د دې ځواکونو وتل د هغه تړون له مخې ترسره شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال وروستی شوی و او اوس د ډونالډ ټرمپ حکومت یې عملي کوي.
امریکايي ځواکونه تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه هم وتلي وو.
