Home نړۍ عراقچي: که جګړه دوام وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا هر هدف په نښه کړي
نړۍ

عراقچي: که جګړه دوام وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا هر هدف په نښه کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی، چې که جګړه دوام وکړي، ایراني ځواکونه به په سیمه کې د امریکا هر ډول هدف په نښه کړي.

عراقچي د اسلامي وحدت د نړۍوال کنفرانس له مېلمنو سره په یوه ناسته کې ویلي، په احتمالي امریکايي برید کې به د امریکا پوځي اډې، تاسیسات او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د تجمع ځایونه د ایران د ځوابي بریدونو هدف وګرځي.

نوموړي ویلي، ایران تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو ته خبر ورکړی و چې که امریکا پر ایران برید وکړي، په سیمه کې د امریکا اډې او نور اهداف به د ایران له لوري په نښه شي.

عراقچي پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه ناقانونه تېری بللی او د ایران بریدونه یې مشروع دفاع توصیف کړي دي. هغه زیاته کړې، چې وروستۍ جګړې وښودله چې د سیمې هېوادونه د خپل امنیت د تأمین لپاره پر امریکا تکیه نه شي کولی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، چې د جګړې پر مهال د ایران د توغندیو وړتیا خپله وړتیا په ښه توګه ثابته کړه او امریکا او اسرائیل ونه توانېدل چې د ایران له توغندیو سره مقابله وکړي.

عراقچي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې ویلي، ایران له اسلامي هېوادونو او ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي ویلي، دا مهال د ایران او مصر ترمنځ د اختلاف هېڅ زمینه نشته او تهران چمتو دی، چې هر وخت قاهره د اړیکو د بیا رغولو لپاره چمتووالی وښيي.

هغه د لبنان له حکومت او بېلابېلو ډلو سره هم د ښو اړیکو غوښتنه کړې، خو ویلي یې دي، چې ایران د لبنان له ځینو سیاستونو سره موافق نه دی. عراقچي هیله څرګنده کړې چې د لبنان د بهرنیو چارو وزارت به لا ډېر عقلانیت وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version