د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، په بغلان، تخار، لغمان، بدخشان، پروان، کاپیسا او غور ولایتونو کې ۲۷ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، یادې ښځې وروسته له هغې له تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې چې د کورني تاوتریخوالي په اړه یې شکایتونه ثبت کړي وو او د وزارت ولایتي ریاستونو ته یې مراجعه کړې وه.
وزارت وايي، د قضیو د څېړنې پر مهال د دواړو لورو څرګندونې اورېدل شوې او د ښځو او نارینهوو د حقونو او مسوولیتونو په اړه لازمې سپارښتنې او پوهاوی ورکړل شوی دی.
د وزارت په خبره، د یادو هڅو په پایله کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام مخه نیول شوې او د ځینو کورنیو ترمنځ شخړې د خبرو او جوړجاړي له لارې حل شوې دي.
مسوولان وايي، د خلکو شکایتونو ته رسېدنه، د ښځو پر وړاندې د ظلم مخنیوی او د کورنیو ترمنځ د شخړو هوارول د دوی له دندو څخه دي.
