افغانستان

طالبان: په افغانستان کې د ټاپي پروژې ۲۵ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې اړوند شاوخوا ۲۵ کیلومتره د ګازو نل‌لیکه غځول شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې د پاتې برخې د عملي کېدو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره سیمه هم چمتو شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به پکې د نل‌لیکې غځولو چارې پیل شي.

چارواکي ټینګار کوي، چې د ټاپي پروژه د هېواد لپاره له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده، چې د عملي کېدو په صورت کې به د انرژۍ په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

ټاپي د ترکمنستان طبیعي ګاز پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کیږي. دا پروژه د اقتصادي ودې، سیمه‌ییز اتصال او د انرژۍ د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *