دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې دوشنبه د جنورۍ ۲۶مه یې په خپل ویب پاڼه خپره کړې ویلي، لا هم نږدې ۵۷۰۰ کورنۍ د سختې یخنۍ او واورې په منځ کې په خیمو کې ژوند کوي او یوازې په یو ترپال سره له واورې او سوړ باد خوندي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له زلزلې پنځه میاشتې وروسته هم ډیری ماشومان او د هغوی کورنۍ خیمې د خپلو کورونو په توګه کاروي او سړه هوا د زلزله ځپلو ماشومانو ژوند ګواښي.
داسې په داسې مهال کې ده، چې نن سه شنبه د جنورۍ ۲۷مه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې واورې او بارانونه شوي دي.
