Home افغانستان سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد بهیر بشپړ شو
افغانستان

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد بهیر بشپړ شو

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر  (چهارشنبه د غويي ۳۰مه) بشپړ شو. دغه بهیر شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل شوی وو. سره له دې چې طالبان افغان حاجیانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو ادعا کوي، خو افغان حاجیان له کمزوري خدماتو وخت ناوخت شکایت کوي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چهارشنبې په ناوخته (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، د افغان حاجیانو د انتقال دغه بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شو؛ چې په لومړي پړاو کې یې ۱۴۹۸۴ تنه حجاج د ۴۸ الوتنو له لارې مستقیماً مدینې منورې تهاو په دویم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه نور د ۴۹ الوتنو په وسیله د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې سږکال د افغانستان ټول ۳۰ زرهحاجیان په ۹۷الوتنو کې سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، اوس مهال ټول افغان حاجیان المسجد الحرام ته نږدې د محبس الجن مرکزي سیمې په قرارداد شویو معیاري او عصري استوګنیزو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي او همداراز یاد وزارت ډاډ ورکړی، چې د حاجیانو د خدمت، لارښوونې، روغتیايي اسانتیاوو او لازمې همغږۍ په موخه به خپلې هڅې لا ګړندۍ وساتي او د حج مراسمو له بشپړېدو وروسته به د حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر هم په منظم او خوندي ډول ترسره کړي.

خو تر دې مخکې یو شمېر افغان حاجیانو او د حاجیانو کورنیو رڼا ته د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدمتونو شکایت کړی و. د هغوی په وینا، سره له دې چې طالبانو ترې زیاتې پیسې اخیستي، خو لازم خدمات ورته نه‌ دي برابر شوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې د رویت هلال کمیټې اعلان کړی و، چې (یکشنبه، د غويي ۲۷مه) د ذوالقعده الحرام میاشتې ۳۰مه او دوشنبه د ذوالحجه الحرام لومړۍ نېټه ده.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه (د غبرګولي ۶مه)، چې د ذوالحجه الحرام له ۱۰مې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version