Home نړۍ سرچینې: پشین کې پر امنیتي پوستو باندې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
نړۍ

سرچینې: پشین کې پر امنیتي پوستو باندې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

د بلوچستان په پشین ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي تاسیساتو د برید له امله د ۱۵ امنیتي کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپي شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اړوند یوه سرچینه رڼا ته وایي، چې تېره شپه د پشین د کاریزات سیمې په زیارت کراس کې پر یوې ایف‌سي پوستې، ګمرک دفتر او د پولیسو پر یوې پوستې بریدونه شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، په بریدونو کې یاد تاسیسات د بریدګرو لاس ته ورغلي او ۱۵ امنیتي کسان وژل شوي دي.

سرچینه همداراز زیاتوي، چې شاوخوا ۱۵ میله بېلابېلې وسلې او پوځي تجهیزات یې ترلاسه کړي او یوه بې‌پیلوټه الوتکه یې هم نسکوره کړې ده.

د سرچینې په وینا، له برید وروسته پر امنیتي پوستو او ګمرک دفتر اور لګېدلی او ودانیو ته زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه د پاکستان امنیتي چارواکو له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي تأیید یا د تلفاتو کره شمېرې نه دي خپرې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه او وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي، چې له امله یې پاکستان پوځ او امنیتي کسانو ته پکې د مرګ‌ژوبلې تلفات زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version