باوري سرچینې رڼا ته وایي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې استازو په تېرو درې میاشتو کې پنځه ځلې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره رسمي ناستې کړې دي. د سرچینو په وینا، دغه لیدنې په اسلام اباد او متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې دي او په ډېری مواردو کې یې د پاکستان استازیتوب د دغه هېواد د استخباراتو غړو کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دا مهال هم د مقاومت جبهې یو شمېر مهم غړي په اسلام اباد کې مېشت دي.
خو تراوسه د دغه لیدنو په اړه یادې جبهې او نه هم پاکستاني چارواکو څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د یادې جبهې یو غړي په یوه مرکه کې د پاکستان پیاوړتیا خپله پیاوړتیا بللې.
