افغانستان سیاست

رحمت‌الله نبیل: خواجه آصف جدي مه نیسئ، د افغانستان د جګړو په اړه یې خبرې متضادې دي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل وايي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونې د باور وړ نه دي، ځکه نوموړي د افغانستان د جګړو په اړه متضاد دریځونه خپل کړي او هڅه کوي د پاکستان رول یوازې د «قرباني» په توګه وښيي.

رحمت‌الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي، هماغه خواجه آصف چې نن د افغانستان جګړې «سیاسي او اجاره‌يي» بولي او وایي، پاکستان د نړیوالو قدرتونو د ګټو لپاره پکې ښکېل شو، پرون یې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال امریکا ته ویلي وو: «قدرت له تاسو سره دی، خدای له موږ سره دی.»

نبیل پوښتنه راپورته کوي، که جګړه یوازې سیاسي وه، نو مذهبي شعارونو ته اړتیا ولې وه؟ او که ریښتینی مذهبي باور موجود و، ولې اوس هر څه د «سیاسي تېروتنو» تر نامه لاندې توجیه کېږي؟

نوموړي ټینګار کړی، دا ادعا چې د شوروي اتحاد حضور «اشغال» نه و، نه د افغانانو درد کموي او نه جګړه او ویجاړۍ توجیه کولای شي. د هغه په وینا، افغانانو اشغال د حقوقي تعریفونو له لارې نه، بلکې د قبرستانونو، کډوالۍ، ویجاړو ښارونو او کلیو له لارې درک کړی دی.

رحمت‌الله نبیل وایي، د پاکستان دا ادعا چې ګواکې یوازې قرباني و، نیمه حقیقت دی. د هغه په خبره، پاکستان یوازې قرباني نه و، بلکې په شعوري ډول یې پرېکړې وکړې، مسیر یې وټاکه او د جګړې، ایډیولوژۍ او دیني او جهادي شعارونو څخه یې د وسیلې په توګه ګټه واخیسته.

نبیل زیاتوي، د درسي نصاب بدلون، د جګړې او جهاد روایتونو ته وده ورکول تصادفي نه وو، او د پاکستان د اوسني پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم د هماغه پوځي نسل محصول دی چې فکري بنسټ یې د جنرال اختر عبدالرحمن او جنرال ضیاءالحق د واکمنۍ پر مهال کېښودل شو.

د نبیل په وینا، حقیقت دا دی چې د پاکستان جوړېدل له پیله د یوه ایډیولوژیک او نیابتي سیمه‌ییز پروژې په توګه طرحه شوی، نه د یوه داسې ملت په توګه چې رښتینی او صادق ملي روایت ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *