Home نړۍ راپورونه: ایران له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د لس مادو پلان وړاندې کړی
نړۍ

راپورونه: ایران له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د لس مادو پلان وړاندې کړی

ایران د هر ډول لنډمهاله اوربند وړاندیز رد کړی او د خبرو اترو لپاره یې خپل لس ماده‌ییز پلان وړاندې کړی دی، په داسې حال کې چې د واشنګټن لخوا پر تهران د بریدونو لپاره د ټاکل شوي ضرب‌الاجل ته یوازې څو ساعته پاتې دي.

راپورونه ښيي، چې ایران له متحده ایالاتو سره د هر ډول لنډمهاله اوربند وړاندیز رد کړی او پر ځای یې د مذاکراتو لپاره خپل لس ماده‌ییز پلان وړاندې کړی دی.

د ایران د پلان له مخې، پر یاد هېواد به بیا برید نه کېږي او د جګړې دایمي پای به یقیني کېږي او موقتي اوربند د منلو وړ نه دی.

همدارنګه، اسرائیل به پر لبنان برید نه‌کوي.

همداراز، امریکا به پر ایران ټول لګېدلي بندیزونه لغوه کوي؛ د سیمې په کچه به د ایران د متحدینو پر وړاندې جګړه پای ته رسېږي او ایران به د هرمز تنګی پرانیزي؛ خو له هرمز تنګي پر هره تېرېدونکې بېړۍ به ایران دوه میلیون ډالره مالیه وضعه کوي او ایران به دغه مالیه له عمان سره وېشي.

همدا شان د هرمز له لارې د خوندي تګ راتګ اصول به وټاکل شي او د هرمز عواید به د تاوان پر ځای د بیارغونې په چارو ولګول شي.

دغه پلان د امریکا د پنځلس مادو سوله‌ییز پلان په ځواب کې وړاندې شوی او د دوه اړخیزو خبرو د راتلونکې وضعیت په اړه لا معلومات نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version