د پاکستان د استخباراتو ادارې (آیاېساې) پخوانی مشر جنرال فیض حمید د یوې پوځي محکمې له لوري په ۱۴ کلونو بند محکوم شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه د نږدې ۱۵ میاشتو اوږدې محاکمې وروسته اعلان شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، په جنرال فیض حمید ثابت شوي، چې هغه د تقاعد وروسته په غیر قانوني ډول سیاسي فعالیتونه کول، د منصب ناوړه استفاده یې کړې او د واک له ټاکلي حده یې تېری کړی، د اساسي قانون او د پوځ د داخلي اصولو خلاف ورزي یې کړې ده او همدارنګه یې د قانوني چوکاټ څخه بهر د ترسره شویو کړنو له امله عامه خلکو او دولتي شتمنیو ته زیان اړولی دی.
پوځي چارواکي وايي، چې د محاکمې پر مهال پراخ اسناد او شواهد وړاندې شول او محکمې په ټولو تورونو کې نوموړی مجرم وباله.
د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د پوځ د داخلي نظم، حساب ورکونې او قانوني توازن د ساتلو په هدف د یوې شفافې او منظمې پروسې له لارې شوې ده.
کارپوهان وایي، د جنرال فیض حمید پر وړاندې دا محاکمه له بې سارې قضیو څخه ګڼل کېږي، چې پکې یو پخوانی لوړپوړی پوځي چارواکی په دومره درنو تورونو محکومېږي.