د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سرپرست کارل سکاو خبرداری ورکړی، چې د نړۍ په مهمو سمندري لارو کې روانې شخړې د نړۍوالې سوداګرۍ د ګډوډېدو ترڅنګ د میلیونونو خلکو د لوږې له زیاتېدو سره مخ دي.
سکاو ویلي، له هرمز تنګي، سره سمندر او تور سمندر څخه د نړۍوالې سوداګرۍ د تېرېدو پر وړاندې خنډونه د خوراکي توکو او انرژۍ پر نړۍوالو بازارونو فشار زیاتوي.
د هغه په وینا، په هرمز تنګي کې د تېلو د یوه ټانکر درېدنه هم کولی شي د نړۍ په بل ځای کې د یوه ماشوم پر ورځني خوراک اغېز وکړي.
د د خوړو نړۍوال سازمان سرپرست د سوډان وضعیت ته په اشارې ویلي، د نړۍوالو اکمالاتي لارو هره نوې ستونزه کولی شي د جګړو او لوږې له امله زیانمنو خلکو ته د خوړو رسول لا ستونزمن کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې نړۍ باید د سوداګریزو او بشري اکمالاتو د لارو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه د مهمو سمندري تنګو دوامدار اختلال کولی شي د نړیوال خوراکي امنیت لپاره پراخې پایلې ولري.
