د ۲۰۲۶ کال ژمنۍ المپیک لوبې به د فبرورۍ له ۶مې تر ۲۲مې پورې د ایټالیا په میلانو او کورتینا دامپېتزو ښارونو او شاوخوا غرنیو سیمو کې ترسره شي.
دا به د ژمنیو المپیک لوبو په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې دغه سیالۍ په ګډه د دوو ښارونو له لوري کوربتوب کېږي.
د ژمنیو المپیک لوبې لومړی ځل په ۱۹۲۴ کال کې د فرانسې په شاموني ښار کې ترسره شوې وې، چې د ۱۸۹۶ کال د اوړي د المپیک لوبو بشپړوونکې بلل کېږي. که څه هم دغه لوبې تر ډېره د اروپا او شمالي امریکا د هېوادونو تر واک لاندې پاتې شوې دي، خو ناروې تر اوسه د ژمنیو المپیک په تاریخ کې تر ټولو بریالی کوربه هېواد بلل کېږي.
ایټالیا وروستی ځل په ۱۹۵۶ کال کې د کورتینا دامپېتزو په ښار کې د ژمنیو المپیک لوبو کوربه وه.
د ۲۰۲۶ کال په لوبو کې به ۱۶ ورزشي څانګې او ۱۱۶ د مډال سیالۍ شاملې وي، چې پکې به د لومړي ځل لپاره د غرنیو سکي سیالۍ (Ski Mountaineering) هم د المپیک رسمي پروګرام ته داخلې شي.
