د سولې او عدالت ملي حرکت په یوه اعلامیه کې د خپلو لوړ پوړو غړو ترمنځ جلاوالی تائید کړی او ویلي یې دي، چې دا جلاوالی د هېواد د سیاسي حللارې او له نورو جریانونو سره د ملي همغږۍ پر سر د اختلاف له امله رامنځته شوی دی.
یاد حرکت چې مشري یې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر ترسره کوي، د رهبري شورا له ۱۷ غړو څخه یې ۵ تنه جلا شوي دي.
د حرکت په وینا، په وروستۍ رایه اچونه کې ۸۸ سلنه بنسټګرو د اوسني سیاسي مسیر ملاتړ کړی دی.
یاد حرکت د جلا شویو غړو تورونه بې بنسټه بللي او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي چې سیاسي حل او بینالافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.
دا په داسې حال ده، چې تر دې وړاندې د یاد ګوند رهبري شورا غړي مبارز راشدي د جلا کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې د ملي همغږۍ له وروستي اقدام سره د حرکت ګڼې مخکښې څېرې مخالفې دي.
