د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان په مشرۍ د دغه هېواد کابینې غونډه شوې، چې پکې د سیمې او نړۍ پر روانو حالاتو او د مکې د ګډ دفاعي تړون د دارالانشاء پر جوړېدو بحث شوی دی.
په غونډه کې د هرمز تنګي، بابالمندب، سره سمندر او عدن خلیج له لارې د بېړۍچلونې د آزادۍ پر خوندي کولو ټینګار شوی.
همداراز، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د دفاعي همکاریو وروستي پرمختګونه څېړل شوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د حوثیانو له لوري پر بېړیو د بریدونو د غندنې هرکلی شوی.
