د طالبانو د خوست والي عبدالرحمان حقاني د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مستربل سیمې ته د سفر پر مهال له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره غونډه کړې ده.
د طالبانو د خوست والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عبدالرحمان حقاني په دې غونډه کې د طالبانو له حکومت څخه پر ملاتړ او له هغه سره د خلکو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره د خلکو همکاري او مسوولیتپذیري مهم دي.
حقاني د افغانستان د خاورې ساتنه ملي وجیبه بللې او ویلي یې دي، چې د هېواد د خاورې، ملي حاکمیت او پولو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د طالبانو والي همداراز د کورنیو شخړو د حل او د اختلافاتو د مخنیوي پر اړتیا خبرې کړې او له قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو یې غوښتي، چې د اختلافاتو د رامنځته کېدو په مخنیوي او د شته شخړو په هواري کې لا ډېر رول ولوبوي.
عبدالرحمان حقاني په خپله وینا کې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د ۱۷مې ګڼې فرمان پر بشپړ پلي کېدو هم ټینګار کړی دی.
د هغه په وینا، د دغه فرمان پلي کول، چې د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په اړه دی، د ټولنې د نظم، ثبات او اصلاح لپاره مهم دي.
