افغانستان

د بشر حقونو څار سازمان له پاکستانه د ملکي وګړو خوندیتوب غوښتنه کړې ده

د بریټانیا مشهورې ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی، چې د پاکستان له خاورې د توغندیو او هاوان بریدونو له امله د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې لږ تر لږه اووه کسان شهیدان شوي او شاوخوا ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه د دوشنبې په ورځ د کونړ ولایت پر مرکز اسعدآباد او ځینو نورو سیمو ترسره شوي، چې پکې ملکي کورونه او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او د پوهنتون محصلین شامل دي. د لوړو زده‌کړو وزارت هم ویلي، چې په یاد پوهنتون کې شاوخوا ۳۰ محصلین او استادان ټپیان شوي دي.

بلخوا د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب‌الله حنفي ویلي، د بریدونو له امله اووه کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د روانې میاشتې په پیل کې د چین په منځګړیتوب د د طالبانو او پاکستان چارواکو د ارومچي په غونډه کې د تاوتریخوالي د نه پراخېدو ژمنه کړې وه.

راپور زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، کله چې افغانستان د پاکستاني هوايي بریدونو په غبرګون کې پر فرضي کرښه بریدونه وکړل.

په ورته مهال د بشر حقونو د څار سازمان ویلي، چې پر افغانستان د پاکستاني هوايي بریدونو له دوام سره باید ښکېلې خواوې د نړۍ والو بشري قوانینو له مخې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره «پرله‌پسې او جدي پاملرنه» وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *