د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډسي ویلي، له طالبانو سره تعامل باید د ترهګرۍ ضد مبارزې، سیمهییز امنیت او د ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې له عملي اقداماتو سره مل وي.
لینډسي د طالبانو د واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې په یو لړ پیغامونو کې ویلي، افغانستان راتلونکی یوازې د دغه هېواد د خلکو لپاره نه، بلکې د سیمې او بریتانیا لپاره هم مهم دی.
نوموړي ویلي، چې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې له طالب چارواکو سره د بریتانیا د اساسي لومړیتوبونو په اړه خبرې کړې دي.
د بریتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې خبرې اترې مهمې دي، خو باید د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د ژمنو عملي کول، د سیمهییزو امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه او د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ورسره مل وي.
لینډسي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د بریتانیا تعامل به یوازې تر خبرو محدود نه وي، بلکې د عملي اقداماتو تمه هم ورسره تړلې ده.
