سیاست نړۍ

د ایران او امریکا د سولې خبرو په تمه اسلام‌اباد تړل شوی

له نږدې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي سولې خبرو د کوربه‌توب په تمه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ده. د ښار مهمې لارې تړل شوې.

د راپورونو له مخې، دا په تېرو دوو اونیو کې دویم ځل دی، چې اسلام‌اباد د دغو احتمالي خبرو لپاره تړل کېږي. دغه محدودیتونو د ښار پر ورځني ژوند، بازارونو او د خوراکي توکو پر اکمالاتو هم اغېز کړی دی.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسلام‌اباد ته د امریکا سره خبرو لپاره رسېدلی دی.

همداراز، د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او سلاکار جارد کوشنر به نن اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په بهیر کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *